مولوي عبدالسلام حنفي:

له دې وروسته په هېواد کې د خارجي اسعارو کارونه ممنوع ده

24 قوس 1400 ساعت 9:03

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، له دې وروسته په هېواد کې د بهرنیو اسعارونو کارونه په مطلق ډول بنده ده.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، له دې وروسته په هېواد کې د بهرنیو اسعارونو کارونه په مطلق ډول بنده ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی حنفي چې د اقتصادي کمېسون مشر هم دي ټینګار کوي، چې خلک باید په راکه ورکړه کې له افغانیو استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت دغه اقدام د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره اخیستی او پر وړاندې یې جدي دي.

اسلامي امارت دا اقدام پر داسې مهال اخلي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې په بې ساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

پرون او وړمه ورځ ان یو ډالر د ۱۳۰ افغانیو سره تبادله کېده خو په وروستیو کې ۱۲۲ ته راټیټ شو.

د افغانستان بانک وايي، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثبات خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145713

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145713/

جمهور
  https://www.jomhornews.com