د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، له دې وروسته په هېواد کې د بهرنیو اسعارونو کارونه په مطلق ډول بنده ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی حنفي چې د اقتصادي کمېسون مشر هم دي ټینګار کوي، چې خلک باید په راکه ورکړه کې له افغانیو استفاده وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت دغه اقدام د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره اخیستی او پر وړاندې یې جدي دي.
اسلامي امارت دا اقدام پر داسې مهال اخلي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې په بې ساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
پرون او وړمه ورځ ان یو ډالر د ۱۳۰ افغانیو سره تبادله کېده خو په وروستیو کې ۱۲۲ ته راټیټ شو.
د افغانستان بانک وايي، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثبات خوندي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل