د سعودي عربستان د بشري مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسېده

28 قوس 1400 ساعت 9:12

د سعودي عربستان رسمي سرچینې وايي، په بشري مرستو بار دوه الوتکې یې کابل ته لېږدلي دي.


د سعودي عربستان رسمي سرچینې وايي، په بشري مرستو بار دوه الوتکې یې کابل ته لېږدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه الوتکې پرون د کابل په لور الوت کړي او ۶۵ ټنه بشري مرستې په کې بار وې.

د سعودي چارواکو په وینا یادې مرستې د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري افغانانو ته استول شوې ده.

د یادونې ده، چې سعودي عربستان  تر دې وړاندې هم په څلورو الوتکو کې خوراکي مواد او خیمې افغانستان ته لېږلې وې.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا له پرونۍ مرستې سره یې تراوسه پورې افغانستان ته ټولټال ۱۹۷ ټنه مرسته لېږلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145821

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145821/

جمهور
  https://www.jomhornews.com