هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

29 قوس 1400 ساعت 8:46

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي، د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي، د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې خونې مرستیال خان  جان الکوزی ویلي، تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په دې موده کې هند ته  وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي.

دغه افغان سوداګر وايي، د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.

هند یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پراخې هڅې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145854

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145854/

جمهور
  https://www.jomhornews.com