۰

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

دوشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي، د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی
هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي، د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې خونې مرستیال خان  جان الکوزی ویلي، تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په دې موده کې هند ته  وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي.

دغه افغان سوداګر وايي، د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.

هند یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پراخې هڅې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي