منظور پښتین عمران خان ته!

د افغانستان په اړه خپل استعماري سیاستونه نور ودروی

29 قوس 1400 ساعت 10:01

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او غندلې یې دي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او غندلې یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې یو لړ ادعاوې وکړې.

عمران خان ادعا وکړه، چې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له دغه هېواد څخه پاکستان تهدیدوي.

دغه راز عمران خان افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ستونزې په اړه و ویل، چې له تعلیم او تحصیل سره ضدیت د افغان ټولنې یو له ځانګړنو دی.

د عمران خان دغه څرګندونو ته منظور پښتین توغند غبرګون ښودلی او په خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، چې د عمران خان لخوا د افغان پښتنو په اړه د منفي او غلطو معرفي کولو څرګندونې غندم.

ښاغلي پښتین د افغانستان د بشري ناورین په پلمه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه د عمران خان له لوري ځانته د مرستو د جلبولو هڅه ګڼلې او ویلي، چې نور نه باید نړۍ ته دروغ و وایي.

مشر دغه راز ویلي،، افغانان او پښتانه هېڅ کله هم د نجونو د زدکړې مخالف نه وو, او نه يې د ښځو پر حقونو ستر ګې پټې کړي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر پر پاکستان غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل استعماري سیاستونه نور ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145872

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145872/

جمهور
  https://www.jomhornews.com