۰
منظور پښتین عمران خان ته!

د افغانستان په اړه خپل استعماري سیاستونه نور ودروی

دوشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او غندلې یې دي.
د افغانستان په اړه خپل استعماري سیاستونه نور ودروی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی او غندلې یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې یو لړ ادعاوې وکړې.

عمران خان ادعا وکړه، چې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له دغه هېواد څخه پاکستان تهدیدوي.

دغه راز عمران خان افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ستونزې په اړه و ویل، چې له تعلیم او تحصیل سره ضدیت د افغان ټولنې یو له ځانګړنو دی.

د عمران خان دغه څرګندونو ته منظور پښتین توغند غبرګون ښودلی او په خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، چې د عمران خان لخوا د افغان پښتنو په اړه د منفي او غلطو معرفي کولو څرګندونې غندم.

ښاغلي پښتین د افغانستان د بشري ناورین په پلمه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه د عمران خان له لوري ځانته د مرستو د جلبولو هڅه ګڼلې او ویلي، چې نور نه باید نړۍ ته دروغ و وایي.

مشر دغه راز ویلي،، افغانان او پښتانه هېڅ کله هم د نجونو د زدکړې مخالف نه وو, او نه يې د ښځو پر حقونو ستر ګې پټې کړي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر پر پاکستان غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل استعماري سیاستونه نور ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي