د اسلامي همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانیزي

29 قوس 1400 ساعت 10:26

ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ډېر ژر په کابل کې خپل دفتر خلاص او خپل فعالیتونه پیل کړي.


ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ډېر ژر په کابل کې خپل دفتر خلاص او خپل فعالیتونه پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه پاکستان کې د یاد سازمان تر غونډې وروسته د ښاغلي بخیت سره ولیدل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا بخیت په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي همکاریو سازمان به کابل کې خپل دفتر پرانیزي او خپل فعالیتونه به پیل کړي.
 
ښاغلي بخیت ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره نوی سفیر هم ګمارلی او دغه راز د مرستو په خاطر د اسلامي پرمختیا بانک صندوق هم خلاس کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاډ ورکړي، چې له افغانستان سره به د دغه سازمان مرستې دوام ولري.

په ورته وخت کې ښاغلي متقي هم د یاد سازمان له پلاوي مننه کړې او هغوی ته یې د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com