ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ډېر ژر په کابل کې خپل دفتر خلاص او خپل فعالیتونه پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه پاکستان کې د یاد سازمان تر غونډې وروسته د ښاغلي بخیت سره ولیدل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا بخیت په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي همکاریو سازمان به کابل کې خپل دفتر پرانیزي او خپل فعالیتونه به پیل کړي.
ښاغلي بخیت ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره نوی سفیر هم ګمارلی او دغه راز د مرستو په خاطر د اسلامي پرمختیا بانک صندوق هم خلاس کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاډ ورکړي، چې له افغانستان سره به د دغه سازمان مرستې دوام ولري.
په ورته وخت کې ښاغلي متقي هم د یاد سازمان له پلاوي مننه کړې او هغوی ته یې د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل