جاپان افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرسته لېږي

30 قوس 1400 ساعت 13:23

جاپاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.


جاپاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له قوله راغلي دي چې ښایي دغه مرستې د ۱۶ نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان ته ورکړل شي.

 راپور کې ویل شوي، دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان او دغه راز د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) ته هم ورکړل شي څو د روان یخ ژمي په لړ کې یې پر افغانانو ووېشي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو تر دې خبرداری وروسته چې که له افغانستان سره مرستې ونه شي نو دغه هېواد به بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com