۰

جاپان افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرسته لېږي

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۳
جاپاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.
جاپان افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرسته لېږي
جاپاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له قوله راغلي دي چې ښایي دغه مرستې د ۱۶ نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان ته ورکړل شي.

 راپور کې ویل شوي، دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان او دغه راز د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) ته هم ورکړل شي څو د روان یخ ژمي په لړ کې یې پر افغانانو ووېشي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو تر دې خبرداری وروسته چې که له افغانستان سره مرستې ونه شي نو دغه هېواد به بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي