امریکا: د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهال وېش نشته

30 قوس 1400 ساعت 13:34

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهالوېش نشته دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهالوېش نشته دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن ټینګار کړی، چې دوی د هغو کسانو ایستلو ته ژمن دي، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او یا یې د وتلو شرایط پوره کړي وي.

نوموړي زیاته کړې، د تخلیې ماموریت د پای لپاره هېڅ راز ټاکلی مهالوېش نشته دی او تر هغه به ادامه ولري چې ټول په شرایطو برابر کسان ایستل شوي نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري، ځکه تر دې دمه ګڼ امریکايي وګړي او په شرایطو برابر کسان په افغانستان کې پاتې دي او دوی یې ایستلو ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com