المان: نه غواړو افغانستان کې بشري ناورین پراخ شي، مرستې به مو دوام وکړي

4 جدی 1400 ساعت 8:56

د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیره آنالنا بربوک وايي، هېواد یې نه غواړي، چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخه شي.


د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیره آنالنا بربوک وايي، هېواد یې نه غواړي، چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن بربوک په تازه څرګندونو کې ویلي، چې المان به افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې په ټینګار سره ویلي، د المان او ملګرو هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

مېرمن بربوک زیاته کړې، دوی هڅه کوي خپلې مرستې په مستقیمه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي او د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

المان دغه راز له افغانستان د زرګونه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی او وایي دوی پتېلې چې شاوخوا ۱۸ زره افغانان باید المان ته ولېږدول شي او دوی هڅه کوي ددغه کسانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 146014

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146014/

جمهور
  https://www.jomhornews.com