۰

المان: نه غواړو افغانستان کې بشري ناورین پراخ شي، مرستې به مو دوام وکړي

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیره آنالنا بربوک وايي، هېواد یې نه غواړي، چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخه شي.
المان: نه غواړو افغانستان کې بشري ناورین پراخ شي، مرستې به مو دوام وکړي
د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیره آنالنا بربوک وايي، هېواد یې نه غواړي، چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن بربوک په تازه څرګندونو کې ویلي، چې المان به افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې په ټینګار سره ویلي، د المان او ملګرو هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

مېرمن بربوک زیاته کړې، دوی هڅه کوي خپلې مرستې په مستقیمه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي او د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

المان دغه راز له افغانستان د زرګونه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی او وایي دوی پتېلې چې شاوخوا ۱۸ زره افغانان باید المان ته ولېږدول شي او دوی هڅه کوي ددغه کسانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي