له لس سلني مخابراتي محصول څخه یو نیم میلیارد افغانۍ عاید تر لاسه شوی

4 جدی 1400 ساعت 9:21

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، له لس سلني مخابراتي محصول څخه تر اوسه پورې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، له لس سلني مخابراتي محصول څخه تر اوسه پورې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، دا عواید په تېرو ۴ میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه راټول شوی دی.

نوموړي ویلي، په هغو سیمو کې چې مخکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه او کوم سایټونه چې بند وو، اوس هغه بېرته فعال شوي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړې، دغه پیسې د حکومت بودجې ته ورځي او د ماليې وزارت له لوري لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com