۰

له لس سلني مخابراتي محصول څخه یو نیم میلیارد افغانۍ عاید تر لاسه شوی

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، له لس سلني مخابراتي محصول څخه تر اوسه پورې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.
له لس سلني مخابراتي محصول څخه یو نیم میلیارد افغانۍ عاید تر لاسه شوی
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، له لس سلني مخابراتي محصول څخه تر اوسه پورې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، دا عواید په تېرو ۴ میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه راټول شوی دی.

نوموړي ویلي، په هغو سیمو کې چې مخکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه او کوم سایټونه چې بند وو، اوس هغه بېرته فعال شوي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړې، دغه پیسې د حکومت بودجې ته ورځي او د ماليې وزارت له لوري لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي