روسیه:

امریکا د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره پر افغانستان فشارونه زیات کړي

4 جدی 1400 ساعت 10:09

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د دې لپاره چې خپلې تېروتنې پټې کړي پر افغانستان یې فشارونه زیات کړي دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د دې لپاره چې خپلې تېروتنې پټې کړي پر افغانستان یې فشارونه زیات کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر اولګ سیرومولوتوف کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا پر اسلامي امارت بندیزونو ته دوام ورکوي او د فشار په توګه ترې کار اخلي او په خبره یې دا اقدامات افغانستان کې وضعیت پېچلی کوي.

دی وايي، امریکا د دې په ځای چې پر خپلو تیروتنو اعتراف وکړي، پر افغانستان فشارونه زیاتوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه په قصدي ډول شاته پرېښودل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com