خوست کې د ملي اردو یوه پخواني غړي ځان وژنه کړې

5 جدی 1400 ساعت 8:50

سیمه ییز اوسېدونکي وايي، خوست ولایت کې د ملي اردو یوه پخواني غړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.


سیمه ییز اوسېدونکي وايي، خوست ولایت کې د ملي اردو یوه پخواني غړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د مخکنۍ ملي اردو دغه غړی چې ځان وژنه یې کړې حیات الله نومېږي او ورور یې محمد ګل رسنیو ته د خپل ورور د ځان وژنې پخلی کړی دی.
 
محمد ګل ویلي، ورور يې د سختو اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له کبله پر ځان لاسي بم چاودولی او ځان یې وژلی.

ویل شوي، چې له هغه څخه ۵ زامن او درې لوڼې یتیمان پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com