سیمه ییز اوسېدونکي وايي، خوست ولایت کې د ملي اردو یوه پخواني غړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د مخکنۍ ملي اردو دغه غړی چې ځان وژنه یې کړې حیات الله نومېږي او ورور یې محمد ګل رسنیو ته د خپل ورور د ځان وژنې پخلی کړی دی.
محمد ګل ویلي، ورور يې د سختو اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له کبله پر ځان لاسي بم چاودولی او ځان یې وژلی.
ویل شوي، چې له هغه څخه ۵ زامن او درې لوڼې یتیمان پاتې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل