د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په اوسنی نظام کې به د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عبدالکبیر دغه څرګنونې د بېلا بېلو ولایتونو د اهل تشیع له استازو سره په یوه ناسته او لیدنه کې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې له دغه استازو د مننې تر څنګ له اسلامي امارت څخه د هغوی ملاتړ ستایلی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په اوسنی نظام کې به ټول قومونه ګډون ولري.
ښاغلي عبدالکبیر د اهل تشیع استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتونو او وړاندیزونو ته به رسېدګي کېږي او ان د اسلامي امارت د رهبري په کچه به پرې غور او خبرې وشي.
د رییس الوزار مرستیال ویلي، د امنیت تامین، د آزادې فضا رامنځ ته کول او د خلکو ارامتیا او سهولت د دولت مسوولیت دی او دوی په دې برخه کې جدي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل