اسلامي امارت: هېچا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

6 جدی 1400 ساعت 13:07

د افغانستان اسلامي امارت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امارت دغه څرګندونې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۲ مې کلیزې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانان وتوانېدل، چې له څو تاړاکونو او یرغلونو خپله خاوره آزاده کړي او د سوله ییز او خپلواک ژوند لار غوره کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، افغانان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې اړیکې غواړي او هېچا ته د زیان اړولو نیت نه لري.

سرچینه زیاتوي، له همدې امله له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس په سر شي او اجازه ورکړي چې افغانان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت همدا راز وایي چې نړیوال دې پر افغانانو فشارونه ختم کړي او د دوی حقونو ته دې درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com