‏تاجکستان و افغانستان ته د برېښنا صادرات د یوه کال لپاره تمدید کړل

6 جدی 1400 ساعت 13:40

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان ورسره موافقه کړې، چې د یوه بل کال لپاره به هم افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات جاري ساتي.


د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان ورسره موافقه کړې، چې د یوه بل کال لپاره به هم افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات جاري ساتي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه خپره شوې راغلي، چې د برېښنا د لېږد دغه تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې تمدید شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تړون د تمدید موضوع تاجيکستان ته د بریښنا شرکت د عمومي اجراييه رييس حافظ محمد امين د سفر پر مهال نهايي شوې ده.

بريښنا شرکت هيله ښودلې، چې ياد شوي هېواد سره به د سیمه ییزو بريښنايي پروژو لکه، کاسا زړ او نورو په اړه هم هوکړې ته ورسيږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146131

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146131/

جمهور
  https://www.jomhornews.com