روسیه: امریکا دې افغانستان ته د مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي

7 جدی 1400 ساعت 8:14

روسیې یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو موضوع نه دې سیاسي کوي او پر وړاندې یې د خنډونه نه رامنځ ته کوي.


روسیې یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو موضوع نه دې سیاسي کوي او پر وړاندې یې د خنډونه نه رامنځ ته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس پیټر ایلیچف له رویانووستي آژانس سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا باید افغانستان ته د مرستو پر لېږد بندیزونه لرې کړي او یاد هېواد باید دا مسئله سیاسي نه کړي.

د هغه په وینا افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدانو له لوري کنګل شوې مالي شتمنۍ ته حیاتي اړتیا لري او دا پیسې باید ژر تر ژره بېرته افغانانو ته ورکړل شي.

دغه روسیي چارواکي ویلي، دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د یو بېساري بشري بحران مخنیوي په موخه د دغه هېواد د مالي ذخایرو د ازادېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او هیله من دي چې دا هڅې به مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com