۰

روسیه: امریکا دې افغانستان ته د مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي

سی شنبه ۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۴
روسیې یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو موضوع نه دې سیاسي کوي او پر وړاندې یې د خنډونه نه رامنځ ته کوي.
روسیه: امریکا دې افغانستان ته د مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي
روسیې یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو موضوع نه دې سیاسي کوي او پر وړاندې یې د خنډونه نه رامنځ ته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس پیټر ایلیچف له رویانووستي آژانس سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا باید افغانستان ته د مرستو پر لېږد بندیزونه لرې کړي او یاد هېواد باید دا مسئله سیاسي نه کړي.

د هغه په وینا افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدانو له لوري کنګل شوې مالي شتمنۍ ته حیاتي اړتیا لري او دا پیسې باید ژر تر ژره بېرته افغانانو ته ورکړل شي.

دغه روسیي چارواکي ویلي، دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د یو بېساري بشري بحران مخنیوي په موخه د دغه هېواد د مالي ذخایرو د ازادېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او هیله من دي چې دا هڅې به مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي