پوتین او امام علي رحمان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

7 جدی 1400 ساعت 8:21

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه او خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او توافق یې کړي، چې دواړه هېوادونه به د افغانستان سره پر پوله خپلې همکارۍ ډېروي.

د روسیې ولسمشر پوتین ویلي، دوی له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله تمرکز ډېروي او په خبره یې پولې ته نږدې تحرکات او وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی.

دی وايي، تاجکستاني پوځیانو ته به لا ډېرې وسلې او تجهیزات ورکړي او هڅه کوي د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

د روسیې ولسمشر همدا راز ویلي چې ځینې ترهګرې ډلې غواړي په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ هڅه و ازمويي نو له همدې امله یې پر وړاندې پر وخت او دقیق غبرګون په کار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com