ترکیه د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه ده

11 جدی 1400 ساعت 8:40

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، دوی د افغانستان د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، دوی د افغانستان د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې دوی له افغان لوري سره د پنځو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.

نوموړي زیاته کړې، تمه ده چې خبرې ژر پایله ولري.

د هغه په وینا په دې پروسه کې متحده عربي امارات هم راګډ شوي، ځکه تر دې وړاندې یې په کابل کې د ملکي برخې مدیریت او بیا رغوونه پر غاړه لرلې ده نو له همدې امله د یادو پنځو هوايي ډګرونو په مدیریت او فعالولو کې له قطر او ترکیې سره ونډه لري.

د یادونې ده، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د قطري او ترکي شرکتونو پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان لوري سره د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146264

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146264/

جمهور
  https://www.jomhornews.com