د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، دوی د افغانستان د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې دوی له افغان لوري سره د پنځو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.
نوموړي زیاته کړې، تمه ده چې خبرې ژر پایله ولري.
د هغه په وینا په دې پروسه کې متحده عربي امارات هم راګډ شوي، ځکه تر دې وړاندې یې په کابل کې د ملکي برخې مدیریت او بیا رغوونه پر غاړه لرلې ده نو له همدې امله د یادو پنځو هوايي ډګرونو په مدیریت او فعالولو کې له قطر او ترکیې سره ونډه لري.
د یادونې ده، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د قطري او ترکي شرکتونو پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان لوري سره د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل