امریکايي سناتوران: له افغانانو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی

11 جدی 1400 ساعت 8:48

ګڼ شمېر امریکایي سناتوروانو ټینګار کړی، چې له افغانانو د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی او باید تر سره یې کړي.


ګڼ شمېر امریکایي سناتوروانو ټینګار کړی، چې له افغانانو د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی او باید تر سره یې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتورانو د مېرمنو د حقونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ځانګړې استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او له بایډن یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه سناتورانو ویلي، له افغانانو په تېره له ښځینه وو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی او باید دې مسئلې ته متوجه وي.

دوی زیاته کړې، دمګړی افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او امریکايي حکومت ته په کار ده چې د دوی د ملاتړ او مرستو لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146266

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146266/

جمهور
  https://www.jomhornews.com