ګڼ شمېر امریکایي سناتوروانو ټینګار کړی، چې له افغانانو د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی او باید تر سره یې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د مېرمنو د حقونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ځانګړې استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او له بایډن یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سناتورانو ویلي، له افغانانو په تېره له ښځینه وو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی او باید دې مسئلې ته متوجه وي.
دوی زیاته کړې، دمګړی افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او امریکايي حکومت ته په کار ده چې د دوی د ملاتړ او مرستو لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل