په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان دی

12 جدی 1400 ساعت 14:05

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې خبرداری ورکړی، چې په ځینو ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو امکان هم شته دی.

د یادې ادارې د وړاندوینې پر اساس ښايي د روانې مرغومې له ۱۳ مې تر ۱۴ مې پورې په ۳۲ ولایتونو کې واورې او بارانونه وشي.

کابل، هرات، فراه، نيمروز،‌ هلمند، کندهار، بادغيس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، ارزګان، دايکندي، بامیان، سمنګان او زابل ولايتونه هغه ولایتونه دي، چې د ډېرو ورښتونو وړاندوينه پکې شوې ده.

اټکل شوی، چې په يو شمېر دغو ولايتونو کې به د واورې د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر۵۰ سانتي مترو پورې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com