پاکستان د افغان پانګوالو د جذب په لټه کې دی

13 جدی 1400 ساعت 8:28

نړیوالې رسنۍ وايي، پاکستان هڅه کوي، چې افغان پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي.


نړیوالې رسنۍ وايي، پاکستان هڅه کوي، چې افغان پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوی، د همدې لپاره اسلام آباد غواړي د تابعیت قوانین اسانه کړي او افغان شتمنو او میلیونرانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.

سرچینې ټینګار کړي، پاکستان په دې توګه غواړي د افغانانو شتمنۍ په دغه هېواد کې راټولي کړي او دغه کسان هلته پانګونې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې، دا پرېکړه به ګټوره وي خو ځینې غبرګونونه به هم له ځان سره ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com