۰

روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي

دوشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان او روسیې د پانګونې د ګډ پلاوی غړی ډاکتر سکندر وايي، روسي پانګوال لېواله دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي
د افغانستان او روسیې د پانګونې د ګډ پلاوی غړی ډاکتر سکندر وايي، روسي پانګوال لېواله دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سکندر دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه نن دوشنبې د مرغومي ۱۳ مه لیدلي او په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې یې ورسره خبرې کړې دي.

د هغه په وینا د دواړو لورو تر منځ په افغانستان کې د تېلو او ګازو د استخراج او تاسیساتو جوړولو، د سي ان جي او آل ان جي دستګاوو او د سیمټو د تولیدي شرکت پر جوړلو خبرې اترې کړې دي.
 
په دغه لیدنه کې د افغانستان او روسیې د پانګونې د ګډ پلاوي غړي ډاکتر سکندر ویلي، چې روسي پانګوال لېواله دي، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
 
ښاغلي حنفي هم د روسي پانګوالو له لېوالتیا مننه کړې او ډاډ یې ورکړي، چې دوی به افغانستان کې ورته هر ډول شرایط برابر کړي تر څو پانګونه وکړي.

د یادونې چې تر دې وړاندې د چین او ایران پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی او چمتوالی یې ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي