سیګار: افغان مېرمنو ته باید د کار حق ورکړل شي

14 جدی 1400 ساعت 9:52

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي، په افغانستان کې باید مېرمنو ته د کار حق ورکړل شي که نه فقر به نور هم پراخه شي.


د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي، په افغانستان کې باید مېرمنو ته د کار حق ورکړل شي که نه فقر به نور هم پراخه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په تازه راپور کې زیاته کړې، چې د افغانستان څه باندې ۲۲ سلنه کاري قوه مېرمنې تشکیلوي، نو په وینا یې که کار ور نه کړل شي، پراخ فقر به افغانستان تر دې هم وځي.

سرچینې په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې باید افغان مېرمنو حقونو ته درناوی وشي، د کار حق ورکړل شي او په دې توګه دې کورنۍ له فقر او بېوزلۍ وژغورل شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم ویلي چې افغان مېرمنو ته دې د کار او زده کړو حق ورکړل شي او نوی حکومت دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان بشري حقونو ته درناوی لري او په دې هېواد کې ټول وګړي له مساوي بشري حقونو برخمن دي.

اسلامي امارت تر اوسه د سیګار راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ټینګار کړی، چې دوی د مېرمنو تعلیم او کار ته ژمن دي، خو مناسب چاپېریال ورته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com