ترافیکي پېښو ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

14 جدی 1400 ساعت 10:06

د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د واورې ورېدنې له امله ځینې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د واورې ورېدنې له امله ځینې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې له پرون راهیسې سختې واورې او بارانونو پیل کړی، چې د ځينو لارو د بندېدو سبب هم شوې دي.

د همدې واورو ورېدنې له امله پرون په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې څو ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې ۷ تنه په کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

لومړی دوه ترافیکې پېښې د ننګرهار پر لویه لار د مشعلې کمر او ترازو په سیمه کې شوې، چې ۶ تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز بله پېښه د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146396

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146396/

جمهور
  https://www.jomhornews.com