پکتیا کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

16 جدی 1400 ساعت 10:34

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یوې ګوژدن شوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یوې ګوژدن شوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د مرغومي ۱۵ مه د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ اړوند مالي خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ۱۷ کلنې کوژدن شوې نجلۍ د ټوپ په واسطه ځان ویشتلی، چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
 
د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عمر وايي، پېښه تېره شپه «۱۵، د جدي» رامنځته شوې، خو د جلی ځان ويشتلو لامل په اړه يې څه نه دي ويلي.
 
پکتيا کې ډيری وخت د کلتوري او نورو کورنيو ستونزو له امله ډیری ښځې په ځان وژنې او ځان سوځونې لاس پورې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com