۰

پاکستان څه باندې نیم میلیون افغان کډوالو ته کاروتنه وېشلی دی

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
د پاکستان حکومت وايي، په خپله هېواد کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د مهاجرت کارتونه وېشلي دي.
پاکستان څه باندې نیم میلیون افغان کډوالو ته کاروتنه وېشلی دی
د پاکستان حکومت وايي، په خپله هېواد کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د مهاجرت کارتونه وېشلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، دوی د شاوخوا ۱،۲ میلیونه افغانانو د تثبیت چارې پيل کړې وي او د دوی معلومات یې نوي کړي دي.

د پاکستان د حکومت په خبره په همدې لړ کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته نوي کارتونه وېشلي دي.

بل خوا د کډوالو نړیوالې ادارې هم ویلي، له پاکستان سره یې په دې چاره کې مرسته کړې ده، څو په دې توګه اسانتیاوو ته د افغان کډوالو لاسرسی اسانه شي.

د سرچینې په خبره دا ځيرک کارټونه دي چې د افغان کډوالو ځای ځایګی ښيي او نړیوالې مرستندویه موسسې به وکړی شي چې پر وخت له دغه کسانو سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي