
د اسلامي امارت لوی مشر د فراه له سیمه ییزه چارواکو سره لیدلي
19 جدی 1400 ساعت 13:06
د افغانستان د اسلامي امارت لوری مشر شیخ هبت الله اخندزاده فراه ولایت ته په سفر تللی او له سیمه ییزه چارواکو سره یې لیدلي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت لوری مشر شیخ هبت الله اخندزاده فراه ولایت ته په سفر تللی او له سیمه ییزه چارواکو سره یې لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، شیخ هبت الله پرون شنبې د مرغومي ۱۸ مه ناوخته فراه ولایت ته تللی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي اخندزاده د دغه ولایت له سیمه ییزه چارواکو او دیني عالمانو سره کتلي دي.
د یادونې ده، چې شیخ هبت الله اخندزاده تر دې وړاندې دوه ځلې کندهار کې هم له چارواکو او دیني عالمانو سره لیدلي، خو واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له هم په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 146557
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/146557/
جمهور
http://jomhornews.com