بلخ کې ترافیکي پېښې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

19 جدی 1400 ساعت 13:16

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د زمري ۱۸ مه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه پېښه کې د دوه ماشومانو او دوه ښځو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت د بلخ د حوزوي روغتون مشر وايي، په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته، خو په وینا یې د ټولو روغتیايي حالت ښه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146560

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146560/

جمهور
  https://www.jomhornews.com