۰

بلخ کې ترافیکي پېښې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې ترافیکي پېښې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د زمري ۱۸ مه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه پېښه کې د دوه ماشومانو او دوه ښځو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت د بلخ د حوزوي روغتون مشر وايي، په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته، خو په وینا یې د ټولو روغتیايي حالت ښه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي