ځینې ترکي رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې پاکستان له افغانستان سره د تعلیم او تحصیل په برخه کې میلیوونه ډالر مرسته اعلانوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انادولو ترکي رسنۍ ته دغه پاکستاني چارواکو زیاته کړې، اسلام آباد په پام کې لري، له افغانستان سره ۶۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړي.
د سرچینې په وینا دغه مرستې به په کابل کې د علامه اقبال پوهنتون د څانګې پرانستلو، افغان محصلینو ته د بورسیو په ورکړه او په افغانستان کې د روغتیاپالانو او ښوونکو په روزنې ولګول شي.
پاکستاني چارواکو زیاته کړې، چې د مرستو دا بسته ښايي په راتلونکو ورځو کې د عمران خان یا بهرنیو چارو وزیر له لوري اعلان شي.
د یادونې ده، چې علامه اقبال په پاکستان کې تر ټولو ستر پوهنتون بلل کېږي چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ولسمشر له لوري اداره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل