۰

ملا یعقوب تاجکستان او ازبکستان ته: صبر مو، مه ازمویۍ، الوتکې مو بېرته راکړۍ!

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي، چې دوی ته ور اوښتې د افغانستان چورلکې بېرته ورکړي.
ملا یعقوب تاجکستان او ازبکستان ته: صبر مو، مه ازمویۍ، الوتکې مو بېرته راکړۍ!
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي، چې دوی ته ور اوښتې د افغانستان چورلکې بېرته ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یعقوب مجاهد پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه د افغانستان د هوايي ځواک د یوې نندارې پر مهال وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې هیله وښوده، چې تاجکستان او ازبکستان به د افغانستان چورلکې بېرته ورکړي.

ښاغلي مجاهد په ټینګار سره و ویل هېڅ هېواد حق نه لري، چې د افغانستان الوتکې او چورلکې له ځان سره وساتی او یا هم ترې کار واخلي.

هغه زیاته کړه«په ډېر احترام له دوی (تاجکستان او ازبکستان) څخه غواړم چې زموږ چورلکې بېرته راکړي، زموږ صبر د نه ازمويي او موږ دې نه مجبوروي، چې په یوه عمل لاس پورې کړو.

په ورته وخت کې د دفاع سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان به په راتلونکې کې یو خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ پیاوړی هوايي ځواک ولري.

نوموړي و ویل اسلامي امارت د یوا داسې هوایي ځواک د جوړلو تکل او هڅه کوي، چې پر ځان بسیا وي او د نورو په مرستو پورې نه وي تړلی.

د دفاع وزارت سرپرست دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د مخکني حکومت له سقوط سره سم د افغانستان یو شمېر چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته یووړل شوې.

د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان ۴۶ چورلکې په یادو دوه ګاونډیو هېوادونو کې دي، چې اسلامي امارت یې د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

دا هم باید و ویل شي، چې د مخکني حکومت تر سقوط مخکې افغانستان تر ۱۶۰ زیاتې چورلکې او الوتکې درلودې، خو اوس یوازې ۸۱ باله پاتې دي، چې هغو کې هم ځینې خرابې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي