۰

د لوړو زده کړو وزیر: ډېر ژر به دولتي پوهنتونه پیل شي

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۵
د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وایي، ډېر ژر به دولتي پوهنتون فعال او درسونه به پیل شي.
د لوړو زده کړو وزیر: ډېر ژر به دولتي پوهنتونه پیل شي
د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وایي، ډېر ژر به دولتي پوهنتون فعال او درسونه به پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني چې نن چهارشنبې د زمري ۲۲ مه وزارت کې یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، د افغانستان اسلامي امارت د نرو او ښځو تعلیم او تحصیل او د تحصلي بنسټونو حفاظت او پرمختګ ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ څه موده وروسته ټولو خصوصي پوهنتونو ته چې شمېر یې تر ۱۵۰ پورې رسېږي د فعالیت اجازه ورکړه خو دولتي پوهنتونونه چې شمېر یې ۴۰ ته رسېږي د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه تړلي دي.

ښاغلي حقاني د دولتي پوهنتونو د ځنډ لامل اقتصادي ستونزې، د اسلامي او اخلاقي ماحول رامنځ ته کول وبلل او ټینګار یې وکړ، چې په نیږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه حل او پوهنتونه به پیل شي.

خو دا یې هم و ویل، چې لوېدیځوالو له دغه موضوع څخه ډنډوره جوړه کړې او په دې سره هڅه کوي، چې له افغانستان سره افغان کدرونه له هېواده فرار وکړي.

هغه و ویل«په ۱۵۰ خصوصي تحصیلي بنسټونو کې نجونې او هلکان زده کړې کوي، خو دونیا په مثبت نظر نه ورته ګوري، خو ۴۰ دولتي پوهنتونونه چې د ځینو ستونزو له امله تړل شوي او موږ یې د حل هڅه کوو ډنډوره یې ترې جوړه کړې ده.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د هلکانو او نجونو تعلیم، حفاظت او ترقۍ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې لارې ورته ولټوي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد ټولو وګړو ته د نړۍ په کچه د زده کړو زمینه برابره او خپل تحصیلي او تعلیمي بنسټونه هم په نړیوال معیار برابر کړي.

خو په وینا یې دوی په یوه داسې ماحول کې تحصیل او تعلیم غواړي، چې اسلامي، محفوظ او پر اخلاقو برابرو وي ځکه دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده.

ده و ویل«د افغانستان خلک غواړي لورګانې یې تعلیم وکړي، خو مخلوط تعلیم نه واړي، غیر اخلاقي او غیر اسلامي ماحول نه غواړي دا د هر افغان درک دی او موږ ورته ژمن یو.»

همدارنګه ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره ګڼې هڅې کړې، چې ځینې ښې لاس ته راوڼې هم لري.

د هغه په وینا دوی په دغه کمه موده کې په ځينو پوهنتونونو کې ۱۵ د ماسټرۍ او ۱۵ د لیسانس دیپارټمېنټونه منظور کړي او دغه راز یې په خصوصي پوهنتونو کې هم هم درې د ماسټرۍ او یو د لیسانس دیپارټېمېنټونه منظور شوي دي.

د حقاني په وینا دوی په دې برخه کې لا هم هڅې کوي او همدارنګه یې د لوړو زده کړو وزارت ټولو مامورینو ته په لومړیو کې امر کړی، چې خلکو کارونه پر وخت سر ته ورسوي.

همدارنګه ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې په بهر کې افغان محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او په دې اړه یې له ځینو هېوادونو او بنسټونو سره خبرې هم کړې دي.

دی وايي، همدا اوس د افغانستان سلګونه څه ان زرګونه کسان بهر کې په تحصیل بوخت دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې نور ځوانان هم بهر ته د زده کړو لپاره ولېږي.

د هغه په وینا د زده کړو لپاره بهر ته د ځوان نسل د لېږلو په موخه اسلامي امارت د ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، اروپايي تولنې او یوې جرمني کمپنۍ سره هم خبرې اترې او ځينې توافقات کړي دي.

د لوړو زده کړو وزیر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړو چې افغانستان په علمي میدان کې ډېر ضرورتونه لري او دا اړتیاوې باید بهر ته د ځوانانو په لېږلو پوره شي تر څو هغوی بیا د وران افغانستان په جوړلو کې برخه واخلي.

عبدالباقي حقاني په ورته وخت کې دا هم و ویل، چې دوی د افغانستان هر تعلیمي او تحصلي کدر ته په درنه سترګه ګوري او ترې غواړی، چې له هېواده بهر ونوځي، بلکې د خپل هېواد آبادۍ کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي