۰

کابل کې د طالبانو په رنجر موټر چاودنه شوې

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۱
عیني شاهدان وایي، کابل ښار کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر د سړک د غاړې چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
کابل کې د طالبانو په رنجر موټر چاودنه شوې
عیني شاهدان وایي، کابل ښار کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر د سړک د غاړې چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پشنبې د زمري ۲۳ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سه سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدان وايي، د طالبانو رنجر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

اسلامي امارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پرون ورځ او شپه هم کابل ښار کې د طالبانو پر موټرو درې چاودنې شوې وې، چې تلفات یې هم درلودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي