نیویارک ټایمز:

امریکا دې افغانستان کې د ماتې غچ د پیسو په کنګل کولو نه اخلي!

26 جدی 1400 ساعت 8:19

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له مطلب کې ویل شوي، په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي، ژمي ژوند سخت کړی دی، خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي.

سرچینې خبراری ورکړی، چې که امریکا پر خپل دريځ ولاړه وي دلته به ستر بشري ناورین لا پراخ شي.

ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادي او بنسټیزې مرستې نه کوي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ بدل کړي او د ماتې غچ دې په دې ډول کړنو نه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com