۰
نیویارک ټایمز:

امریکا دې افغانستان کې د ماتې غچ د پیسو په کنګل کولو نه اخلي!

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.
امریکا دې افغانستان کې د ماتې غچ د پیسو په کنګل کولو نه اخلي!
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له مطلب کې ویل شوي، په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي، ژمي ژوند سخت کړی دی، خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي.

سرچینې خبراری ورکړی، چې که امریکا پر خپل دريځ ولاړه وي دلته به ستر بشري ناورین لا پراخ شي.

ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادي او بنسټیزې مرستې نه کوي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ بدل کړي او د ماتې غچ دې په دې ډول کړنو نه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي