اسلامي امارت:

د عمران خان له وړاندیزه مننه خو موږ په کافي اندازه کاري ځواک لرو

26 جدی 1400 ساعت 10:18

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دي، پاکستان به افغانستان ته بشري ځواک ولېږي.


د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دي، پاکستان به افغانستان ته بشري ځواک ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان ادعا کړې وه، چې افغانستان دا مهال د مسلکي بشري ځواک له کمېښت سره مخ دی او دوی غواړي دغه هېواد ته د روغتیا، ټیکنالوژۍ، مالي او حسابدارۍ په برخه کې مسلکي کسان ولېږي.

خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند له اسوشېټېډ پرس سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان په کافي اندازه کاري ځواک او مسلکي کادرونه لري او په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د پاکستان له دې وړاندیز مننه کوي، خو افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

د اسلامي امارت ویاند مني، چې په افغانستان کې ځينې ستونزې شته دي، خو په وینا یې دا په دې مانا نه ده چې دلته کاري ځواک نشته دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د نړۍ نورو هېوادونو هم ورته وړاندیزونه لرلي دي، خو افغان حکومت له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

د یادونې ده، چې د عمران خان دغه څرګندونو ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي او کاري ځواک لري او د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com