د ملګرو ملتونو سرمنشي:

که نړیواله ټولنه کوټلي ګامونه پورته نه کړي، افغانستان کې به بېوزلي زیاته شي

26 جدی 1400 ساعت 12:27

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او پر نړۍ یې له دغه هېواد سره د مرستو غږ کړی دی.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او پر نړۍ یې له دغه هېواد سره د مرستو غږ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش پرون شنبې د زمري ۲۵ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که نړیواله ټولنه نورې کوټلې هڅې ونه کړي، په افغانستان کې به تقریباً هر نارینه، ښځه او ماشوم له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د اقتصادي او ټولنیز زوال د مخنیوي لپاره باید همدا اوس لاس په کار شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، چې ګوترېش تېره اوونۍ هم په یوه کنفرانس کې د خبر پر مهال له امریکا غوښتي و، چې د ځینو شرایطو پر اساس د افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالره پانګه خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com