۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي:

که نړیواله ټولنه کوټلي ګامونه پورته نه کړي، افغانستان کې به بېوزلي زیاته شي

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۷
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او پر نړۍ یې له دغه هېواد سره د مرستو غږ کړی دی.
که نړیواله ټولنه کوټلي ګامونه پورته نه کړي، افغانستان کې به بېوزلي زیاته شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او پر نړۍ یې له دغه هېواد سره د مرستو غږ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش پرون شنبې د زمري ۲۵ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که نړیواله ټولنه نورې کوټلې هڅې ونه کړي، په افغانستان کې به تقریباً هر نارینه، ښځه او ماشوم له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د اقتصادي او ټولنیز زوال د مخنیوي لپاره باید همدا اوس لاس په کار شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، چې ګوترېش تېره اوونۍ هم په یوه کنفرانس کې د خبر پر مهال له امریکا غوښتي و، چې د ځینو شرایطو پر اساس د افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالره پانګه خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي