ناورې د افغانستان له تعلیمي برخې سره مرسته کوي

28 جدی 1400 ساعت 10:32

د ناورې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.


د ناورې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۲۷ مه شوې او به کې ناروېژي چارواکو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

راپورونه وايي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د زده کړو پر وضعیت او ښوونځيو پر فعالېدو خبرې شوې دي.

د ناروې سفیر ویلي، دوی له افغانستان سره له اوږدو کلونو راهیسې په تعلیمي برخه کې مرستې کوي او د مرستو دوام ته ژمن دي.

په ورته وخت د پوهنې وزارت چارواکو هم د ناروې له دایمي مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او تمه لري چې ناروې هم د تېر په څېر له افغان حکومت سره په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146888

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com