۰

دفاع وزارت ۱۳ ولایتونو کې بېوزو ته د غنمو د لېږد لړۍ پیل کړې

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۲
د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، د هېواد ۱۳ ولایتونو ته یې د بهرنیو مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.
دفاع وزارت ۱۳ ولایتونو کې بېوزو ته د غنمو د لېږد لړۍ پیل کړې
د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، د هېواد ۱۳ ولایتونو ته یې د بهرنیو مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت د ترانسپورت او تحرکاتو ملي لېوا قوماندان مولوي بسم الله وايي، تر اوسه پورې دوه ولایتونو ته دا غنم رسول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکې کې به پاتې نورو ولایتونو ته هم د بهرنیو مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ بشپړه او غنم به ورورسېږي.

مولوي بسم الله د يادو غنمو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا غنم د طالبانو له حکومت سره مرسته شوي او دوی یې ویشي، که له نړيوالو مرستندويه ادارو سره یې په لېږد او وېش کې دوی مرسته کوي؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي